تازه خبرونه
ترمپ به په نږدې راتلونکي کې د امریکايي ځواکونو کمول اعلان کړي
ټاکل شوې، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به ډېر ژر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو اعلان وکړي.
د ترمپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي پرون رسنیو ته ویلي، چې دونالد ترمپ به لومړی په عراق او بیا په افغانستان کې د عسکرو کمولو اعلان وکړي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وروستیو وتلو وروسته د هغو شمیر اوس ۸۶۰۰ ته رسیدلی؛ خو د امریکایي چارواکو د وروستيو څرګندونو له مخې؛ د روان کال د نوامبر تر پایه به په افغانستان کې د دغو سرتېرو شمېر د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ ته راټیټ شي.
پنټاګون د اګست په میاشت کې په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې به د امریکایي سرتېرو شمېر د سولې د هوکړې له مخې ۵۰۰۰ ته ورسیږي.
ترمپ له اکسیوس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې سپینه ماڼۍ غواړي د نومبر تر ولسمشریزو ټاکنو پورې د سرتېرو شمېر له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې ورسوي.
د دوحې د سولې تړون له مخې؛ د ۲۰۲۱ کال تر پسرلي باید امریکایي سرتېري افغانستان بشپړ خوشې کړي.
ټرمپ، چې د نوامبر د درېیمې نېټې د ټاکنو په نظر پوښتنه کې خپل دیموکرات سیال جو بایدن پر شاتمبولی؛ له دې مخکې یې ژمنه کړې وه، چې له افغانستان څخه به خپل سرتېري وباسي او په دې توګه به د هېواد ترټولو اوږده روانه جګړه پای ته ورسوي.
