تازه خبرونه
ترمپ ته د خدمت موقع ورکړئ- میرمن کلنتن
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
میرمن هیلري کلنتن له خپلو پلویانو وغوښتل، چې باید منتخب ولسمشر دونالدترمپ ته موقع ورکړي، چې د هېواد مشري وکړي.
د امریکا د ولسمشرۍ ناکامې کاندیدې هیلري کلنتن همداراز له خپلو پلویانو په دې بښنه وغوښته،چې انتخابات یې ونه ګټل.
دې له خپلو پلویانو په کلکه وغوښتل، چې د انتخاباتو پایلې په ډاډه زړه ومني او ترمپ ته موقع ورکړي، چې د هېواد او ملت خدمت وکړي.
میرمن کلنتن، چې له ماتې وروسته د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې ښکاره شوه، وویل، چې هیله ده ښاغلی ترمپ به د ټولو امریکایانو لپاره بریالی ولسمشر وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ اوسني ولسمشر اوباما او نوي ولسمشر ترمپ د بندو دروازو شاته خبرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشران عموماً د خپل ماموریت په پای کې نوي منتخب شوي ولسمشر ته د هېواد ځیني مهم رازونه بیانوي.