تازه خبرونه
ترمپ د ایران د اتومي اډو پر نښه کولو خبرې کړي – رسنۍ
د نیویارک تایمز څرګنده کړې، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تېره اوونۍ له خپلو سلاکارانو سره د ایران د اتومي اډې پر نښه کولو خبرې کړي؛ خو د هغه سلاکارانو خبرداری ورکړی، چې د ایران پر اتومي تاسیساتو برید کېدی شي بله جګړه رامنځته کړي.
چارواکو زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د ولسمشر مرستیال مایک پینس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ترمپ سلاکارانو برخه اخیستې وه.
اوسني او پخوانيو امریکایي چارواکو ويلي، چې دغه ناسته د نړیوالو پلټونکیو له راپور وروسته تر سره شوې ده.
نړیوالو پلټونکیو د ملګرو ملتونو غړیو ته خبرداری ورکړی و، چې ایران د اتومي توکو زیرمه کولو ته ډېر پام رااړولی دی.
د نیویارک تایمز د مقالې له مخې؛ ترمپ اوس هم په دې اړه فکر کوي، چې د ایران د اتومي هڅو مخه څنګه ونیسي.
د رویترز راپور ښیي؛ ترمپ له خپلو سلاکارانو غوښتي، چې هغه ته دې په دې اړه بدیلونه چمتو کړي.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې څرګنده کړې؛ په ایران کې زیرمه شوي یورانیم د دغه هېواد له اړتیا ۱۲ برابره ډېر دي.
ایران د امریکا، جرمني، فرانسې، انګلستان، چین او روسیې سره د یوه تړون په لاسلیک ژمنه کړې، چې له ۲۰۲.۸ کیلو ګرامه ډېر یورانیم به نه ساتي.
د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د هوکړې له مخې، دې هېواد د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته اجازه ورکړې وه، چې د دې هېواد اتومي تاسیسات وڅاري؛ خو اوس دې ادارې ويلي، ایران د دوی پلټونکیو ته اجازه نده ورکړې، چې د ایران نظامي تاسیسات وڅاري.
نیویارک تایمز د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې ترمپ له خپلو سلاکارانو غوښتي، چې ایران ته څرنګه ځواب ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ملي ویلي، چې د ایران پر اتومي تاسیساتو برید کولی شي د اتومي جګړې خطر ډېرکړي.
خو نیویارک تایمز ويلي؛ ترمپ اوس هم په عراق کې پر بدیلو لارو فکر کوي، چې د ایراني ملیشو په ګډون د دغه هېواد پانګونې او متحدین هم پر نښه کړي.