تازه خبرونه

ترمپ د تنفسي ستونزو له کبله روغتون ته ولیږدول شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۳۹۹)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې پر ورځ ومنله، چې پر کرونا ویروس اخته او د تنفسي ستونزو له کبله په نظامي روغتون کې بستر شوی دی.

ترمپ د جمعې پر ماسپښین په داسې حال کې د سپینې ماڼۍ په شنه چمن کې د ولاړې مارین ون چورلکې پر لوري روان شو، چې ماسک او چپن یې پرغاړه ول؛ د واشنګتن شمالي لوري ته د پروت والتر رید ملي طبي مرکز پر لوري یې لنډ الوت تر سره کړ.

داکترانو ویلي، چې دونالد ترمپ ستړی؛ خو ښه روحیه لري.

تر دې دمه د ترمپ درملنه پر کوکتل او ریمدیسیویر انتي ویروس درملو روانه ده.

تجربو ښودلې چې ریمدیسیویر په اصل کې د ایبولا د درملنې لپاره رامنځته شوي درمل دي، چې کولی شي د نښو کچه راټیټه کړي.

د ولسمشر ترمب خانګړی داکتر شان کانالی ویلی؛ له دې ډېر خوښ او خوشحاله یم، چې د ولسمشر ترمپ روغتیایي حالت ښه دی.

د میرمن ترمپ میلانیا په ګډون هغو نورو، چې له ترمپ سره نږدې اړیکې درلودې؛ آزموینه یې مثبته ده.

په دوی کې هوپ هیکس هم شته، چې د ترمپ نږدې همکار دی او ویل کیږي نوموړی هغه کس دی، چې د کرونا نښې په کې لومړی په ډاګه شوي. دغه راز یې د کمپاین مشر بیل ستپین او د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار کلیان کانوی هم شته.

ولسمشر ترمپ ویلي؛ زه فکر کوم، چې زه ښه یم؛ مونږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو، چې هرڅه سم پرمخ ځي او لومړۍ میرمن هم  ښه ده. ډېره مننه.

ترمپ دمګړۍ ۷۴ کلن دی؛ خو ځان ښه احساسوي.

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشره آلیسا فرح ویلي، چې ولسمشر خپل مرستیال مایک پنس ته واک ن دی سپارلی  او اوس هم مسوول دی.

د امریکا د اساسي قانون له مخې؛ که د دونالد ترمپ وضعیت دومره خراب شي، چې هغه نشي دنده سمه تر سره کړي؛ نو د هغه واکونه به په لنډمهاله توګه د هغه مرستیال مایک پنس ته سپارل کیږي.

که داسې پېښه شي؛ نو مایک پینس، چې د کرونا آزموینه یې منفي ده؛ د ترمپ تر بېرته راستنیدو پورې به د لنډمهاله ولسمشر په دنده تر سره کوی.

Trending

Exit mobile version