تازه خبرونه

ترمپ د جو بایدن د بریا په اړه پخپلو څرګندونو بیا کتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۳۹۹)

ولسمشر دونالد ترمپ تېره ورځ په لومړي ځل څرګنده کړه، چې دیموکرات سیال یې جوبایدن ولسمشریزې ټاکنې ګټلي؛ خو وروسته یې خپلې څرګندونې سمې کړې، چې هیڅ شی ورته د منلو ندی.

دونالد ترمپ له دې مخکې تویت کړی و، چې: هغه (بایدن) وګټله؛ ځکه، چې ټاکنې دمخه تنظیم شوې وې.

ترمپ بیا یوه بې بنسټه ادعا وکړه او څرګندوي، چې رایې په لوی لاس غیرعادلانه د ده پر ضد جوړې شوي دي؛ خو ولسمشر وروسته تویت وکړ: زه هیڅ شی نه منم. مونږ ته اوس هم د لارې اوږد مزل پاتې دی.

ټرمپ له ۱۹۹۲ کال راپدیخوا لومړنی ولسمشر دی، چې د ولسمشریزو ټاکنو له دوه یم ځلي بریا پاتې راځي؛ خو د جوبایدن پر وړاندې خپله ماته نه مني او د ټاکنو د پایلو ننګولو لپاره یې خپله اندېښنه محکمې ته وړاندې کړې ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج دبلیو بوش په ګډون د نړۍ ډېرو مشرانو ویلي، د دې هېواد ټاکنې پای ته رسیدلې دي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو بریالی جوبایدن او د هغه مرستیاله کامالا هریس د راتلونکي کال د جنورۍ ۲۰ ته د واک لیږد ډله جوړه کړې ده.

ویل کیږي، چې هغه له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مشورې یوه طبي ډله هم جوړه کړې؛ ځکه، چې دا هېواد په نړۍ کې له کرونا ویروسه د مړینې ترټولو ډېرې پېښې لري.

د جان هاپکنز پوهنتون د موندنو له مخې؛ اوس هم په دې هېواد کې پر کرونا ویروس ۱۰۹۰۶۰۰۰ کسان اخته دي او ۲۴۵۰۰۰ نور ترې مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version