تازه خبرونه
ترمپ غواړي، چې د ټاکیزو پایلو پرېکړه ستره محکمه وکړي
که د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د روان کال د نومبر د درېیمې په ټاکنو کې له ماتې سره مخ شي؛ نو د واک سوله ییز لیږد ته به زړه ښه نکړي او د ټاکنیزو پایلو په اړه پرېکړه به ستره محکمه وکړي.
جمهوریت غوښتونکي ترمپ په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته په دې اړه، چې آیا هغه په سوله ییزه توګه واک سپارلو ته چمتو دی؛ ویلي: باید وګورو، چې څه پېښیږي.
رویترز څرګنده کړې، چې ترمپ په ځلونو له ثبوت پرته د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی او ټینګار یې کړی، چې رای ورکول به د پوست منجر له لارې پایلې له درغلۍ او جعل سره مخ کړي.
هغه زیاته کړې، چې د رایو صندوقونه یو ناورین دی.
دیموکراتانو پوست رایې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره هڅولي دي.
د امریکا اردو له کلونو راپدیخوا پوست رایې کاروي.
دیموکرات جوبایدن خبریالانو ته ویلي، چې د ترمپ څرګندونې منطق نلري.
د نوموړي ټاکنیزې ډلې ویلي، چې د د ترمپ هر راز شیطانت چچمتو والی لري. د امریکا حکومت د دې وړتیا لري، چې سرغړوونکي له سپینې ماڼۍ وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ د چهارشنبه پر ورځ په ډاګه کړې: ټاکنې به په ستره محکمه کې پای ته ورسیږي. مونږ ۹ قاضیان لرو، چې خورا مهم دي.