تازه خبرونه

ترمپ له طالبانو سره په خبرو کې پوره تېروتی- مک ماستر

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۳۹۹)

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ایچ آر مک ماستر د دوشنبې پر شپه څرګنده کړې، چې د ترمپ اداره د افغانستان او طالبانو د خبرو په پیلولو کې پوره تېروتې ده.

د سي ان ان په انترنیشنل امان پور خپرونه کې کوربه کریستین امان پور له طالبانو سره د سپینې مانۍ د خبرو په اړه مک ماستر پوښتلی؛ ځکه، چې اداره د راتلونکي کال په اپریل کې د عسکرو د وتلو په اړه بشپړ ګام پورته کوي.

هغې وپوښتل؛ آیا مک ماستر باوري دی، چې له طالبانو سره د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو ژمنې پوره کول به د امریکا د ملي امنیت لپاره حساس کار نه وي.

مک ماستر په ډاګه کړې: زه فکر کوم، چې له طالبانو سره د خبرو اترو له پیل راپدیخوا د ترمپ د ادارې تګلاره بشپړه تېروتنه وه.

هغه وایي؛ زه فکر کوم، چې د ترمپ ادارې په افغانستان د اوباما د ادارې پر پرتله له القاعدې سره د طالبانو اړیکې کمزورې کړې ندي.

مک ماستر له طالبانو سره د واک شریکول هم د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې هغوی په خبرو اترو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړل.

هغه وایي، افغان حکومت دې ته اړ شو، چې په ځمکه کې ترټولو وحشي خلک خوشې کړي، چې د ترهګرۍ د جوړښت او معاملې د ملا تېر یې جوړ کړی و.

هغه څرګنده کړې؛ د ترمپ پالیسي د هر هغه څه په مقابل کې روانه ده، چې افغان ملت له ۲۰۰۱ راپدیخوا تر لاسه کړي دي. همداوس هره ورځ شاوخوا ۳۰ سرتېري له طالبانو سره په نښتو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی په دې اند دی، چې د طالبانو په اړه د ترمپ د ادارې تګلاره ناورین دی او دا هغه څه دي، چې زه یې د بربنډولو هیله لرم.

Trending

Exit mobile version