تازه خبرونه
ترمپ پر ایرانیانو ویزې بندې کړې
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایراني اتباعو د دېرش ورځو لپاره د امریکا هر ډول ویزې بندې کړې او د بیا پیل لپاره یې پرغور کولو ټینګار هم کړی دی.
رسنیو ته دا هم په ډاګه شوې، چې ترمپ د کډوالۍ او گرځندوی ویزې پر ایراني اتباعو تر دېرش ورځو بندې کړې دي.
د امریکا د ولسمشر د نوي فرمان له مخې؛ هغه ایراني اتباع، چې دا مهال په امریکا کې میشت دي که له امریکا بهر شي بېرته د ورتگ اجازه نه ورکول کیږي.
په دې فرمان کې د امریکا د گرین کارد لرونکي ایراني کډوال، دیپلوماتان او د ملگرو ملتونو ایراني کارکوونکي شامل نه دي.
داسې ادعاوې هم شوې، چې د ایران تر څنگ یو شمېر نور هېوادونه هم د ترمپ په هغه فرمان کې شامل دي، چې د دېرش ورځو لپاره ویزې پرې بندې شوي؛ خو له نوم اخیستنې یې تر دې دمه ډډه شوې ده.
ترمپ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال او بیا ترې را وروسته له ایران سره د امریکا او نړیوالې ټولنې پرهغه هوکړه سختې نیوکې کړي، چې له مخې یې د ایران اتومي پروگرام تر څارنې لاندې ونیول شو او دغه هېواد د لږ کچې یورانیمو د غني کولو اجازه ترلاسه کړه.