تازه خبرونه

ترمپ په افغانستان کې د سرتېرو په اړه مشوره نه ده کړې- سپینه ماڼۍ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سپینه ماڼۍ وایي، چې ولسمشر دونالد ترمپ تر اوسه په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو په تړاو له خپلو لوړپوړیو پوځي چارواکو سره سلا مشوره نه ده کړې.

د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان په افغانستان کې له طالبانو سره جګړه ټکنی ګڼلې او ویلي یې دي، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره د امریکا او نورو هېوادونو زرګونه سرتېرو ته اړتیا ده، چې باید افغانستان  ته ولیږل شي.

داسې ښکاري، چې په اوسني حالت کې به د جګړې پای ته رسول داسې آسان کار نه وي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وایي، چې تر اوسه په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرولو په اړه  ولسمشر له پوځي چارواکو او دفاع وزیر سره خبرې نه دي کړي.

د نوموړي په وینا؛ ولسمشر به لومړی له دفاع وزیر  او  امریکایي جنرالانو مشوره اخلي.

هغه په ډاګه کړې؛ فکر کوم، چې ولسمشر به د دفاع وزیر جیمزمتیس او جنرالانو مشورې په دې اړه  واوري؛ خو تر دې دمه خبرې پرې شوې نه دي.

هغه وایي؛ فکر کوم، چې دا د دفاع وزارت یوه موضوع ده او باید منتظر پاتې شو.

امریکا او ناتو شاوخوا څوارلس کاله په افغانستان کې پوځي ماموریت پر مخ یوړ؛ خو اوس هم په دې هېواد  کې جګړه پای ته نه ده رسیدلې.

باور دی، چې د بهرنیو سرتېرو  زیاتول به هم د جګړې شدت کم نه کړي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، د امریکا هره تازه پرېکړه باید په افغانستان کې د جګړې د پای سبب شي او ترهګر ماته وخوري.

سیاسي شنونکی عبدالقهار سروري وایي، افغانستان او نړیوال همکاران یې که لاس تر زنې کښیني؛ راتلونکی کال به مو له ناورینونو ډک وي.           

مخکې له دې امریکایي چارواکو ویلي وه، چې ټاکل شوې درې سوه سمندري سرتېري هلمند ته ولیږل شي؛  خو اټکل کیږي، چې افغانستان به په راتلونکي پسرلي کې هم له سختې جګړې سره مخ وي.

د یادونې وړ ده، چې ناتو دا مهال په افغانستان کې دولس زره پېنځه سوه سرتېري لري، چې اته زره څلور سوه یې امریکایان دي.

خبریال : باعث حیات

Trending

Exit mobile version