تازه خبرونه
ترهګرو په تېرو دوه میاشتو کې بشریت ضد جرمونه کړي- مرتضوي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له وروستیو دوه میاشتو راهیسې په ۱۱ ولایتونو کې بشریت ضد ګڼ جرمونه کړي دي.
د ولسمشرۍ شمېرښيي، چې په ۱۱ ولایتونو کې ۳۰۲ ښوونځي تخریب، پنځوس جوماتونه په نښه شوي او پېنځه زره درې سوه پېنځه کورونه تر بریدونو لاندې راغلي دي.
د وسلوالو په بریدونو کې د ۱۲۴ کیلو متره په اوږدوالي سړکونه وران شوي،۴۱ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي او ۱۸۱۸ دوکانونه وران شوي دي.
وسلوالو شپږ پلونه، د تګ راتګ ۲۹۳ لارې او ۱۷۰ پولګوټي هم زیانمن کړي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي زیاتوي، له دې درکه خلکو او حکومت ته دوه زره یوسلو نهه څلویښت میلیون افغانۍ تاوان اوښتی دی.
د وسلوالو لخوا د بې ګناه وګړیو وژل په ځانګړې توګه په غور کې د ولسمشرۍ ماڼۍ اندېښنې را پارولي دي.
د جګړو له کبله د لسګونه زره کسانو بې ځایه کیدل بله ستونزه ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې په اړه اندېښنه ښیي.