تازه خبرونه
ترهګر د پاکستان په ښارونو کې په ښکاره روزل کیږي- محب
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د امریکا په متحد ایالتونو کې د افغانستان سفیر د امنیتي موضوعاتو د څېړنې یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې پاکستان وسلوالو او ترورستانو ته پناهځای ورکوي.
حمد الله محب په واشنګتن کې د (اسپین) په نوم امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه، چې ترهګر د پاکستان په ښارونو کې په ښکاره روزل کیږي؛ هغوی ته د پاکستان امنیتي ځواکونه مالي امکانات برابروي او د هغوی ملاتړ کوي.
محب وویل، د وسلوالو مشران د پاکستان په ښارونو کې اوسي نه د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې.
د هغه په وینا؛ هغوی په دې ښارونو کې پیسې په ښکاره ترلاسه کوي.
په دې غونډه کې د پاکستان یوه استازي رضوان سعید شیخ هم برخه لرله.