تازه خبرونه
ترهګر له مایوسۍ سره مخ شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغان حکومت د چارواکو په وینا ترهګرو په روان کال کې د بریا لپاره خوبونه لیدلي وو چې ټول خوبونه یې برعکس او دوی له مایوسۍ سره مخامخ شول.
د ملي یوالي د حکومت اجرايي رییس وايي چې افغان ځواکونو د ترهګرو ټول خوبونه له خاورو سره سم کړل او د هغوی د دسیسو مخه یې ونیوله.
په روان کال کې د افغان سرتیرو سره د وسلوالو مخالفینو جګړه افغان سرتیرو ته هم په کمه بیه نده لویدلې.
حکومت وايي چې افغان ځواکونو په بیلا بیلو برخو کې د وسلوالو مخالفینو د نفوذ توطيه شنډه کړې ده او وسلوال طالبان یې هک پک حیران کړي دي.
د ښاغلي عبدالله په وینا د افغان پوځ په اړتیاوو او ستونزو هم پوهیږي او له خلکو یې وغوښتل چې د خپل پوځ ملاتړ وکړي.
په هیواد کې د جګړې د اور له خوریدو سره د وزیرانو شورا په غونډو کې، امنیتي مسایل د اجندا په سر کې ځای لري.