تازه خبرونه

ترهګر د اوسنۍ زمانې یزیدیان دي- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني وايي، چې ترهګر د اوسنۍ زمانې یزیدیان دي، چې په جوماتونو کې خلک وژني او غواړي د کربلا ویر تازه او د افغانانو ژوند تریخ کړي.

ولسمشر، چې امام زمان جومات ته تللی و؛ په خپلو خبرو کې یې وویل، چې سخت دریځې ډلې د افغانانو تبايي غواړي.

دا هغه جومات دی، چې څه موده مخکې وسلوال کسان ورننوتي وه او پر خلکو یې ډزې کړې وې.

ولسمشر محمد اشرف غني په امام زمان جومات کې وویل: زه نن د امام زمان د جومات لمونځ کوونکی یم . زمونږ دښمنان باید پوه شي، چې زمونږ تر منځ بېلوالی نه شي را وستلی. مونږ یو صف یو او پر یوه دین عقیده لرو. هر مذهب مو د افتخار لامل دی، چې ساتنه یې د هر افغان او مسلمان مسوولیت دی.

ولسمشر ترهګر تباکاره وبلل، چې په وینا یې دوی غواړي، چې زموږ خلک دې در په دره او پریشانه وي. تاسې وینئ او اورئ، چې یا به نجونې او هلکان درسونو ته نه پرېږدي، یا به پلونه او سړکونه ورانوي او یا به د کلینیک او داکتر او واکسین مخه نیسي.

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې امام حسین او ملګري یې په کربلا کې د شِمر، یزید او ابن زیاد پر وړاندې ودریدل؛ خو د افغانستان زړور بچیان د افغان ځواکونو په چوکاټ کې له سخت زړو ترهګرو سره جګړه کوي او د خپلو خلکو د دفاع لپاره قرباني ور کوي.

د هغه په وینا؛ سخت دریځې ډلې کوښښ کوي افغانان ووېشي.

ولسمشر پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې ورورګلوي کلکه او د بهرنیو دسیسو په وړاندې کلک ودریږي.

Trending

Exit mobile version