تازه خبرونه
ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي- حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي.
نوموړي نن غرمه(د وږيِ۲۱) د شانگهای سازمان په څوارلسمه ناسته کې د خبرو پر مهال ټینگار وکړ، چې د تروریزم او افراطیت ریښې او پناه ځایونه د افغانستان له پولو بهر دي او له دغو پدیدو څخه په بهرني سیاست کې د یوې آلې په توگه استفاده د هیچا په گټه نه ده او نه شي کولی اوږدمهاله گټې تامین کړي.
د شانگهای سازمان څوارلسمه دوه ورځنۍ سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې پیل شوه.
افغان ولسمشر حامد کرزی وایي:
په سیمه ییزه کچه د سولې او ثبات پراختیا ته د افغانستان ژمنه همداسې پیاوړې پاتې ده او مونږ چمتو یو، چې د شانگهای سازمان له ټولو غړیو اود دغه سازمان د ترهگرۍ ضد جوړښتونو سره بشپړه همکاري وکړو.
ولسمشر کرزي په خپله وینا کې تروریزم او افراطیت ټولې سیمې ته گډ گواښ وباله او د دغو پدیدو پر وړاندې یې د گدې مبارزې پر سر تینگار وکړ.
افغان ولسمشر حامد کرزی زیاته کړې، چې:
زه وړاندیز کوم، چې شانگهای او سارک سازمانونه په خپلو کې لاسونه ورکړي او د تروریزم او افراطیت په وړاندې گډه مبارزه وکړي.
ولسمشر حامد کرزي سولې او امنیت ته رسېدل د افغانستان د خلکو ستر آرمان وباله او ټینگار یې وکړ، چې په افغانستان کې د سولې ټینگښت نه یوازې د افغانستان د امنیت په گټه دی، بلکې د ټولې سیمې گټې تامینوي.
هغه وویل، په افغانستان کې د سولې د پروسې بریالیتوب د دغه هېواد د گاونډ او متحدینو له ملاتړ سره تړلی.
افغان ولسمشر حامد کرزي په ډاگکړه، چې:
زه له خپلو سیمه ییزو دوستانو او نړیوالو همکارانو غواړم، چې په اغېزمن او عملي ډول د سولې د بهیر د پیل لپاره زمونږ له هڅو ملاتړ وکړي.
ولسمشر کرزي په ټولو برخو کې د شانگهای سازمان د غړیو هېوادونو تر منځ همکاري مهمه وبلله او ټینگار یې وکړ، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو تر منځ د زیاتو سوداگریزو او اقتصادي همکاریو غوښتنه لري.
هغه همدا راز وویل، چې هیله من یو د افغانستان د ټاکنو نتیجه ژر اعلام شي او د نوي افغان ولسمشر د لوړې مراسمو ته منتظر یو.
د شانگهای د همکارۍ په سازمان کې دایمي غړي روسیه، چین، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان دي او افغانستان له ایران، پاکستان، هند او منگولیا سره د ناظرو غړیو حیثیت لري.