تازه خبرونه

ترهگریز بریدونه د هېواد له پلازمېنې کابل رهبري کیږي- استاد سیاف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د استاد برهان الدین رباني د څلورم تلین په یاد غونډه کې جهادي رهبرعبدالرب سیاف له نویو رازونو پرده پورته کړه او وایي؛ د هېواد په پلازمېنه کابل کې وسلوالې ډلې د نظام په وړاندې هڅې کوي.

د نوموړي په وینا؛ که مخالفین پلازمېنې ته نږدې شي، زه باور لرم ، چې دا ډلې به یې په پلوۍ د دولت په وړاندې ودریږي او جگړه به ورسره پیل کړي.

هغه وایي، که حکومت وغواړي د دغو خلکو پتې به هم وروښیم.

جهادي رهبر سیاف زیاتوي، مونږ له حکومت هیله کوو، چې دغه لړۍ دې پاکه او دا موضوع دې یوې څنډې ته کړي، که نه دا زمونږ له پاره ډېره زیانمنه ده.

دغه پخوانی جهادي رهبر ټینگار کوي، چې داسې کسان هم شته، چې مخامخ د پاکستان پوځي استخباراتو ته زمونږ د نظام او شخصیتونو پرضد دسیسې جوړوي.

د هغه په وینا؛ دغه مزدوران مو د چپنې لاندې ژوند کوي؛ په بېلابېلو ناستو کې نږدې ناست وي، دالري معاشونه او امتیازات اخلي. دغه منافقین دانه دلته خوري؛ خو هگې د ای اس ای په غوجله کې اچوي. دولت دې د دغو دسیسو مخه ونیسي.

ښاغلی سیاف د داعیش ډلې مشر د کربوړي بچي ته ورته بولي او وایي:

دغه نوې ډله ، چې رامنځته شوې او مشر یې ځان خلیفه گڼي؛ د خلافت له شرائیطو سره سمون نه خوري او د کربوړي بچي ته ورته دي، چې یو وخت خلکو نه پېژانده. دوی هم خلک نه پېژني؛ خبرې له اسلامه کوي، خو په اسلام نه پوهیږي.

په دې ناسته کې د ملي اردو ویاړنې وستایل شوې او استاد سیاف هم د هېواد رښتیني بچیان ونومول او وایي، چې کړنې یې د دولت د وسلوالو مخالفینو په وړاندې سپیڅلی جهاد او هر یو یې ، چې په هېواد ساتنه کې ژوند له لاسه ورکوي، شهید دی او جنت به یې ځای وي.

خبریال: رفیع صدیقی.

Trending

Exit mobile version