سیمه ییز خبرونه
ترهگر نشي كولى د لويې جرگې د جوړيدو خنډ شي
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي:
د مشورتي لويې جرگې د جوړيدو لپاره امنيتي تدابير نور هم شوي او هيڅوك د افغانستان د دغې جرگې په وړاندې خنډ جوړولى نشي.
له تېرو دوه اوونيو راهيسې افغان امنيتي ارگانونه د لويې جرگې د جوړولو لپاره د ټينگو امنيتي تدابيرو په نيولو اخته دي؛ خو دغه چمتووالى د شنبې په ورځ د لويې جرگې خيمې ته څيرمه د ځانمرگي بريد له كبله تر پوښتنې لاندې راغلي دي.
د هېواد د مشرانو جرگې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار د لويې جرگې د جوړولو په وړاندې د خنډونو په رامنځته كولو كې گاونډ هېوادونه گرم بولي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ټينگار كوي، چې هيڅ ډول تاوترخوالى د لويې جرگې د جوړيدو په وړاندې خنډ نشي جوړولى او امنيتي ارگانونه به له خپلو ټولو امكاناتو گټه پورته كړي.
د سياسي چارو كارپوه جاويد كوهستاني د تېرې ورځې موټر بم چاودنه د لويې جرگې د جوړيدو او امنيتي توړن د لاسليك لپاره يو ستر گواښ وگاڼه.
په داسې حال كې، چې ټاكل شوې مشورتي لويه جرگه د روانې اوونۍ په پاى كې جوړه شي، كابل ښاريان هم د تاوتريخجنو پېښو د احتمال له كبله اندېښمن دي.
