تازه خبرونه

ترهگر په اسلامي نړۍ کې پرمختگ ټکنی کوي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

که څه هم ریکا یوه اقتصادي ناسته ده؛ خو په سیمه کې د ترهگرۍ له اړخه مخ پر زیاتېدونکي گواښونه او د کابل او اسلام آباد تر منځ په اړیکو کې ترینگلتیا د دې سبب شوې، چې د دې ناستې دوه یمه ورځ پر امنیتي او سیاسي مسایلو را وڅرخي.

ولسمشر اشرف غني په دې ناسته کې د آسیا لویه وچه د شخړو مرکز وباله او هیله یې وښوده، چې تر راتلونکیو پېنځه لسیزو آسیا د تاوتریخوالي او جگړې لیدونکې نه وي.

هغه وایي، د ترهگرو ستر هدف له پرمختگ څخه د اسلامي نړۍ را گرزول دي.

د نوموړي په وینا؛ د تاوتریخوالي شبکې او ترهگرغواړي اسلام یوه داسې مسیر ته بوځي، چې هلته پرمختگ دریدلی وي. د هغوی پیغام ناهیلي ده او غواړي ډاډمن شي، چې بې گناه کسان وژني او فرهنگي میراثونه له منځه وړي؛ ځکه، نو ترهگري نړۍ او سیمې ته گواښ دی.

ولسمشر ټینگار کوي، چې که څه هم افغانانو له ترهگرو څخه په سینه زیات ټپونه لیدلي؛ خو بیا هم د دغې پدیدې په وړاندې دریدلي دي.

هغه د ترهگرو له ملاتړ کوونکیو څخه یو لړغوښتنې هم لري:

مونږ څلویښت کاله ستونزې او مشکلات وگالل او اوس هم د ترهگرو په وړاندې ولاړ یو او مبارزه کوو. زمونږ پیغام هغو کسانو ته، چې له ترهگرو ملاتړ کوي دا دی؛ په گډه د گډ درک او همکارۍ پرلوري باید روغه جوړه وکړو.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د افغانستان له پاره د سیمې د اقتصادي همکاریو په ناسته کې د نورو هېوادونو د استازیو خلاف خپلې خبرې د ترهگرو د مخ پر زیاتېدونکي گواښ په اړه پیل کړې.

هغه په سیمه او افغانستان کې د امنیت ټینگښت مهم گڼي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وایی، باید ترهگر په ښو او بدو ونه وېشل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر رحمان فضلي په دې اند دی، چې د ترهگرۍ خلاف د مبارزې په لار کې ډېر فرصتونه شته.

د هند د بهرنیو چارو وزارت استازې سوجاتامیهتاهم د ریکا په ناسته کې د خبرو پر مهال وویل؛ تر هغې، چې د ترهگرۍ له اړخه شته گواښونه له منځه تللي نه وي، د سیمې د پروگرامونو تطبیق ناممکن دی.

هغه وایي، مونږ به تر هغې سیمه ییزې پروژې تطبیق نه کړای شو، چې په افغانستان کې مو ترهگرۍ او افراطیت ته ماتې ورکړې نه وي. باید د دغې پدیدې په وړاندې گډه مبارزه وکړو.

د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته د افغانستان په اړه ډېرې ناستې وشوې؛ په دغو نړیوالو ناستو کې، چې اقتصادي هم په کې راځي، له افغانستان سره په همکاریو او مرستو ټینگار شوی دي.

د کارپوهانو په وینا؛ افغان دولت ونه کړای شو، چې له دغو ناستو څخه ملي گټه واخلي او هغه فرصتونه یې هم له لاسه ورکړل، چې ځانبسیاینې ته د رسیدو له پاره را منځته شوي وه.

خبریال: فواد ناصري.

Trending

Exit mobile version