سیمه ییز خبرونه

تروريزم به د نړۍ هيڅ هېواد په كرار پرينږدي- حامد كرزى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزى په څلور ورځني رسمي سفر چين ته تللى.

ولسمشر كرزي د پنجشنبې په ورځ(د تلې۴) د آسيا- اروپا په گډ اقتصادي كنفرانس كې، چې د چين په شيان ښار كې جوړ شوى، يو ځل بيا يي په خپل هېواد كې پر ترهگريزو فعاليتونو اندېښنه وښوده.

ولسمشر كرزي ټولو هېوادونو ته خبردارى وركړ، چې ترهگري به يوازې په افغانستان كې تمركز ونه لري.

افغان ولسمشر حامد كرزى په ډاگه كړه، چې:

مونږ ټول په دې باور يو، چې تروريزم نه يوازې زمونږ پر ټولنو بد اغېز كړى، بلكې زمونږ پر اقتصادي ودې يي هم بد تاثير كړى.د پاكستان په پېښور ښار او د كنيا په نايروبي كې بريدونو او چاودنو وښوده، چې تروريزم ځانگړې جغرافيه نه لري او ثابته يي كړه، چې هيڅ هېواد د تروريزم له خطر او گواښ څخه په امن كې نه دى.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د حكومت چارواكي تل له ترهگرو شبكو څخه د پاكستان د ستخباراتي سازمان پر ملاتړ اندېښنه ښيي.

افغان ولسمشر حامد كرزى ټينگار وكړ:

نن له تاسو غواړم، چې د ترهگرو شبكو په له منځه وړلو، د هغوي د ځالو او مالي سرچينو په نابودولو كې اراده وكړئ او له تروريزم  او سخت دريځۍ سره د مبارزې په خاطر او د آسيا – اروپا د اقتصاد د ودې لپاره گډ كار وكړئ.

د آسيا- اروپا د اقتصادي كنفرانس د برخه والو د همكاريو را جلبول بل مورد و، چې ولسمشر كرزي ورته اشاره وكړه.

نوموړي وويل:

د دې تر څنگ، چې افغانستان كولى شي د آسيا او اروپا تر منځ د سوداگريزو مالونو د انتقال په برخه كې ښه مسير وي، دا هېواد د منرالونو او هايدرو كاربنونو د كانونو په درلودلو سره دې هېواد د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د ښه فرصت زمينه هم برابره كړې ده.

ولسمشر حامد كرزى نن د چين پلازمېنې بجينگ ته ورسيد او ټاكل شوې، چې په دې سفر كې په امنيتي او سياسي برخو كې له چين سره ستراتيژيك هوكړه ليكونه هم لاسليك كړي.

Trending

Exit mobile version