تازه خبرونه

ترکمنستان افغانستان ته د برښنا او ګازو صادرات ډېروي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۵, ۱۴۰۲)

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي د فارياب د څلورو ولسواليو له سيمهييزو مسوولينو سره په کتنه کې ويلي؛ ترکمن چارواکو ژمنه کړې، چې افغانستان ته به د برښنا او ګازو صادرات ډېر کړي.

امیرخان متقي زیاته کړې، له ترکمنستان سره هوکړه شوې، چې اندخوی- آقینه د دې هېواد له ترکمن‌باشي بندر سره  او له دې بندره به افغانستان له روسیې او قزاقستان سره ونښلول شي.

هغه څرګنده کړې: مونږ په دې اړه د ترکمنستان له حکومت سره ډېرې خبرې کړې دي. مونږ د هغو له وزیرانو او د بهرنیو چارو له وزیر سره او د هغو له ملي مشر سره ناستې درلودې. هوکړه وشوه؛ هغه سړک، چې د اندخوی او آقینې له لارې ترکمن‌باشي بندر ته رسیږي، چې ورسره مونږ او تاسې هم له روسیې او قزاقستان سره نښلوليږو.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي څرګنده کړې؛ ترکمن چارواکي ژمن دي، چې افغانستان ته به د برښنا او ګازو ډېره برخه ورکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته له ترکمنستان سره پر پوله کومه امنيتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

متقي ویلي: مونږ د برښنا او ګازو په اړه خبرې وکړې. دوی ژمنه وکړه، چې مونږ به یې د لېږد بهیر چټک کړو او د زیاتولو هڅه وکړو او هر لوري او هر ځای ته به یې ولېږدوو. دا یوه ښه لاسته‌راوړنه ده او دا ښيي، چې ګاونډیان له مونږ او تاسو ډېر خوښ دي.

دغه راز نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې په راتلونکیو شپږ میاشتو کې به د سترو پروژو کار پیل شي. هغه پروژې، چې د هېواد د اقتصادي ستونزو یوه برخه حل کولی شي.

Trending

Exit mobile version