تازه خبرونه
ترکمنستان او پاکستان د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه وکړه
دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ټاپي پروژې کارونه په افغانستان کې د تېر پر پرتله ښه چټک روان دي.
په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف او د پاکستان د مالیې او عوایدو وزیر محمد اورنګزیب سره کتلي او دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چټکتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ټاپي پروژې کارونه په افغانستان کې د تېر پر پرتله ښه چټک روان دي.
پاکستانيو رسنیو په اسلامآباد کې د ترکمنستان سفارت د څرګندونو له مخې ویلي؛ د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف د پاکستان د مالیې او عوایدو له وزیر محمد اورنګزیب سره وکتل او د ټاپي پروژې د چټکتیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
اقتصاد وزارت ويلي، چې افغان لوری هم ټاپي پروژه د سیمې د اقتصادي ثبات لپاره مهمه پروژه بولي او زیاتوي، چې د دې پرژوې عملي کېدا د اسلامي امارت کاري لومړیتوب دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي:« د ټاپي پرژوې چارې په هېواد کې خورا چټکې روانې دي او اسلامي امارت هم د دې پروژې د چارو عملي کېدا او بشپړېدا اړینه بولي. دا پروژه کولی شي په سیمه کې مهم اقتصادي بدلونونه رامنځته کړي. هیله لرو، چې د دې پروژې ټول غړي هېوادونه په چارو کې خپله همغږي پراخه کړي».
دغه راز د خصوصي سکټور غړي هم ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي پراخیتا لپاره اړینه بولي او څرګندوي، چې افغان لوري که څه هم د دې پروژې چارې پیل کړي؛ خو اړینه دا ده، چې د دې پروژې چارو ته پراختیا ورکړ شي.
د صنایعو او کانونو خونې پخوانی رییس شېرباز کمین زاده وایي:« ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون د ټولي سیمې لپاره اړینه ده؛ ځکه په دې نللیکه کې آسانه او ارزانه انرژۍ لېږدول کیږي. مونږ هیله لرو، چې د دې انرژۍ لومړۍ ګټه زمونږ هېواد او په نوبت سره بیا هند او پاکستان ته ورسیږي. دا یوه اړینه پروژه او هیله من یم، چې چارې یې نورې هم چټکې او پراخه شي.»
د ټاپي پروژې د نللیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلو مټره دی، چې ۲۱۴ کیلومټره له ترکمنستان، ۷۷۴ له افغانستان او ۸۲۶ کیلومټره نور د پاکستان له خاورې تېريږي.
ټاپي پروژه د افغانستان لپاره د ارزښت وړ ده؛ ځکه، چې له پلي کېدو سره به یې طبیعي ګازو ته لاسرسی آسانه او په کور د ننه به د انرژۍ د اړتیا پوره کېدو ترڅنګ د صنعتي پرمختګ او کورني اقتصاد د ودې لامل هم شي.