تازه خبرونه
ترکمنستان ته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د یوه پلاوي پر مشرۍ سفر وکړ
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دغه وزارت چارسمبالي مولوي متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه سفر د ترکمنستان د حکومت په بلنه ترسره شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه پلاوی به له ترکمنستاني چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، تېلو، رېل پټلۍ، ټاپي پروژې او سکالرشیپونو په اړه خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي: د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د ترکمنستان په بلنه د جمعې پر ورځ عشق آباد ته روان شو. دغه پلاوي د دوه اړخیزې سوداګرۍ، انرژۍ، د نفتي توکو او د ریل پټلۍ، ټاپي او د بورسونو په اړه به د کوربه هېواد له چارواکو سره خبرې وشي.
دغه راز د ټاپي پروژې د پیل پر څرنګوالی د پلاوي د خبرو یوه مهمه موضوع له ترکمنستاني چارواکو سره مطرح شوې ده.
د ټاپي پروژه، چې څلور کاله وړاندې رسمي پرانستل شوه؛ په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډول شوې وه.
اسلامي امارت اوس ټینګار کوي، چې په هېواد کې امنیت تامین شوی او د دې پروژې عملي کار باید ژر تر ژره پیل شي.
دا په روانه اوونۍ کې د افغانستان ګاونډ هېوادونو ته د بهرنیو چارو د سرپرست دوه یم سفر دی.
امیر خان متقي روانه اوونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و، چې له ایراني چارواکو سره یې پر ډیپلوماټیکو، سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو خبرې کړې دي.