تازه خبرونه

ترکمنستان له افغان لوري ډاډمن دی – قربانقلي بردي محمدوف

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر پر وروستۍ ورځ د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره پر یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.

متقي په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې د نویو فرصتونو په اړه د ترکمنستان ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.

متقي په دې لیدنه کې له افغانستان سره همکاريو او ښو اړيکو ته د ځانګړې پاملرنې له کبله ترې مننه وکړه او څرګندوي؛ دواړه هېوادونه توانېدلي، چې په ډېرو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.

بردي محمدوف ويلي، چې له افغانستان څخه ډاډمن دى.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان ته د ګازو او برښنا لېږد ته ځانګړې پاملرنه کوي او د اوسپنې‌پټلۍ د پراختيا په برخه کې به هم هڅې وکړي.

بيردي محمدوف په عشق‌آباد کې د افغانستان د توکو د راتلونکې اوونۍ نندارتون ډېر مهم او تاريخي وباله او ټينګار يې وکړ، چې دواړه لوري بايد ترې ښه ګټه پورته کړي.

هغه دا ژمنه هم وکړه، چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امیر خان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال باتیر امانوف سره د تېلو او ګازو د چارو په اړه هم خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې او افغانستان ته د LPG د اکمالاتو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

متقي ويلي، هرات ته د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير له سفر وروسته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو چارې ګړندۍ شوې دي.

متقي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې تطبیق ته په کلکه ژمن دی او هیله یې څرګنده کړې، چې هرات ولایت ته د پایپ لاین د غځولو لومړی پړاو به ژر پیل شي.

امیر خان متقي وایي، هرات ولایت د افغانستان یو ګڼ نفوسه ولایت دی او د ټاپي پروژې له پلي کېدو سره به هرات د ترکمنستان ګازو ته ښه بازار برابر کړي.

د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال څرګندوي؛ د انرژۍ رسولو په ځانګړې توګه د ټاپي پروژه د ترکمنستان د حکومت اساسي لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې؛ هرات ولایت ته د ټاپي پروژې غځول هم د حکومت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

باتیر ارمانوف د ټاپي پروژې په برخه کې د افغانستان د حکومت له هلو ځلو څخه د مننې تر څنګ د اسلامي امارت ژمنې او هڅې د پام وړ وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې د ټاپي پروژې په اړه د هوکړه لیکونو کار ژر تر ژره بشپړ او د افغانستان په خاوره کې پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version