تازه خبرونه
ترکمن چارواکي د ګډو پروژو په پرانیستونکیو مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته راځي
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي او د ۳ ګډو پروژو په پرانیستونکیو مراسمو کې به برخه واخلي.
د دغه هېواد په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سې شنبې پر ورځ له راشد مرادوف سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د ټیلیفون پر لیکه بحث او خبرې کړې دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې ښاغلی مرادوف په کابل کې د ولسمشر غني، حنیف اتمر او د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره یو لړ لیدنې هم ولري.
په اعلامیه کې راغلي: دواړو لوريو د درې اړینو پروژو د پرانیستونکیو مراسمو په اړه، چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۱۴ به تر سره شي؛ خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مرادوف به له افغان چارواکو سره د تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.
ټاکل شوې، چې د آقینه – اندخوی د اوسپنیزې کرښې پروژه، د کرکي – اندخوی – پلخمري برښنا پروژه او د نوري فایبر انترنېټ مزی، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته را غزیږي پرانیستل شي.
د اعلامیې له مخې؛ د سیاسي مشورې، زراعتي، امنیتي او د ګاز او تېلو مسلو په اړه به هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.