سیمه ییز خبرونه

ترکیه او ایران د منځني ختیځ د کړکیچ د زیاتېدو د مخنیوي پر اړتیا هوکړه وکړه – اردوغان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۲)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي؛ ده او ایراني سیال یې د چارشنبې پر ورځ په یوه غونډه کې د منځني ختیځ د کړکیچ د زیاتېدو د مخنیوي پر اړتیا هوکړه وکړه؛ ځکه، چې د غزې درې میاشتنۍ جګړه د منځني ختیځ ثبات نور هم ګواښي.

رویټرز راپور ورکړی، ترکیه، چې د لسیزو راهیسې د اسراییل او فلسطین د شخړې د حل ملاتړ کوي، پر غز د بریدونو له کبله پر اسرائیلو سختې نیوکې کړې او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

دغه راز یې د اسرائیلو د نسل وژنې پر وړاندې د قانوني ګامونو پورته کولو ملاتړ کړی دی.

د خپلو لویدیځو متحدینو او ځینو عربو هېوادونو پر پرتله د ناټو دا غړی د فلسطین وسله‌واله ډله حماس ترهګره ډله نه ګڼي، چې د اکټوبر پر اوومه یې پر اسرائیلو برید وکړ او اسزائیل یې اړ کړ، چې پر غزې پراخ بریدونه پیل کړي.

ایران هم د له حماس او د سیمې په شاوخوا کې د شیعه مسلمانانو وسله‌والې ډلو ملاتړ کوي، له اسرائیلو او لویدیځو متحدینو سره مخامخ دي.

اردوغان په انقره کې له رییسي سره له لیدنې وروسته یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، دواړو مشرانو پر غزې د اسرائیلو د غیر انساني بریدونو د پای ته رسولو او په سیمه کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د ګامونو د پورته کولو پر اړتیا خبرې وکړې.

هغه ویلي: مونږ د هغو ګامونو د مخنیوي پر اهمیت هوکړه وکړه، چې زمونږ د سیمې امنیت او ثبات نور هم ګواښوي.

نوموړي زیاته کړې، دواړو ګاونډیانو دا هوکړه هم وکړه، چې د پولې هاخوا د وسله‌والو ګواښونو پر وړاندې همکاري روانه وساتي.

امریکا او بریټانیا په روانه میاشت کې یمني حوثيان پر نښه کړل، چې اردوغان دا بریدونه وغندل.

رییسي پر امریکا تور ولګاوه، چې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو له جنایتونو څخه ملاتړ کوي او د تهران غوښتنه یې تکرار کړه، چې له اسلامي هېوادونو سره دې له صهیونیسټي رژیم سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پرې کړي.

هغه ويلي: هغه څه، چې په فلسطين او غزه کې تېریږي؛ د بشريت پر ضد جنايت دى او امريکا او لويديځ د دغو جنايتونو ملاتړ کوي.

ترکیه او ایران معمولا پیچلې اړیکې لري؛خو د سوریې د کورنۍ جګړې پر سر اختلاف هم لري.

رویټرز راپور ورکړی، چې انقره د هغو یاغیانو ملاتړ کوي، چې د ولسمشر بشارالاسد د لرې کولو په لټه کې دي او د اورپکو پر وړاندې یې د سوریې په شمال کې څو بریدونه هم کړي. په داسې حال کې، چې تهران د هغه د حکومت ملاتړ کوي.

ترکیې په دې وروستیو کې له دمشق سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

د یادونې ده، چې د چارشنبې پر ورځ دواړو مشرانو د ترکیې او ایران د سوداګرۍ د شورا د غونډې مشري وکړه او بېلابېل تړونونه یې لاسلیک کړل.

Trending

Exit mobile version