تازه خبرونه
ترکیه او قطر د کابل هوايي ډګر د فعال ساتلو هڅې کوي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او د هغه قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د کابل د نړیوال هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره د ګډ کار شونتیا څرګنده کړې ده.
ټي آر ټي ورلډ راپور ورکړی؛ چاووش اوغلو د دوشنبې پر ورځ یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي، چې دوی به په کابل کې ګډې هڅې ترسره کوي.
شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ویلي: قطر او ترکیه د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره پرلپسې هڅې کوي، چې د هوايي ډګر د پرانیستلو لپاره، چې عادي کار وکړي؛ یوې هوکړې ته ورسېږي.
چاووش اوغلو د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په دوه ورځني سفر دوحې ته تللی دی.
ترکي رسنیو څرګنده کړې؛ د اردوغان دا سفر په داسې حال کې تر سره شوی، چې ترکیه د عربي متحده اماراتو په ګډون د خلیج له بډایه هېوادونو سره د اړیکو د بیارغولو هڅه کوي.
چاوش اوغلو همداراز ویلي، چې ترکیه او قطر باید نړیوالې ټولنې لپاره افغانانو ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې یوه بېلګه وړاندې کړي.
هغه ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د سیاسي انګېزو په پام کې نیولو پرته خپلې بشري مرستې افغانانو ته ورسوي.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جاسپر ویک ویلي؛ هېواد یې په پام کې لري، چې د راتلونکي کال په لومړیو کې افغانستان ته خپل یو شمېر ډیپلوماټان واستوي.
نوموړي د پروټسڼانټ اکاډمۍ په ۳۵ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې د جرمني ډیپلوماټانو راستنېدل په دې معنا ندي، چې جرمني اسلامي امارت په رسمیت پېژني.
قطر او ترکیه له هغو هېوادونو دي، چې د تېر حکومت له سقوط وروسته د کابل ویجاړ شوي هوايي ډګر د رغونې لپاره راودانګل او د بیا پرانستلو لپاره یې له اسلامي امارت سره مرسته وکړه.