تازه خبرونه

ترکیه له افغانستان سره د اړیکو په اړه مثبت نظر لري – جنګ اونال

د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي  او جنګ اونال د کابل او انقرې ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۳

په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي؛ انقره له افغانستان سره د اړیکو په اړه مثبت نظر لري او هیله ده، چې په ډیپلوماټیکو اړیکو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر نور پرمختګ رامنځته شي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي  او جنګ اونال د کابل او انقرې ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.

امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو اوسنی حالت مثبت و ارزاوه او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه لوري ډېر نور رغنده ګامونه پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې د ترکيې سفارت چارسمبالي ويلي، انقره له افغانستان سره د اړيکو په اړه “مثبت نظر” لري او هيله ده، چې د کابل او انقرې ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې نور پرمختګ هم وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي همدارنګه د ترکیې په حلال نندارتون کې د افغان پلاوي له ګډون هرکلی وکړ.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست په ترکیه کې دی او له خپل ترکي سیال سره یې د حلال په نندارتون کې د ګډون ترڅنګ د دوه اړخیزې رغنده سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

ترکیه که څه هم د نورو هېوادونو په څېر اسلامي امارت پر رسمیت نه‌پېژني؛ خو له درې کلونو راپدېخوا له اسلامي امارت سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

Trending

Exit mobile version