تازه خبرونه
ترکیه له افغانستان سره ۱۵ میلیون ډالر پوځي مرسته کوي
په ترکیه کې د افغانستان سفارت تېره شپه (د لیندۍ ۲۲) په ډاګه کړې، چې دا هېواد به په راتلونکیو پېنځه کلونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ۱۰۰ میلیون ترکي لیرو( ۱۳ میلیون ډالر) پر ارزښت تجهیزات ورکړي.
یاد سفارت څرګنده کړې، چې ترکیه د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نور دوه میلیون ډالر هم برابروي.
په هوکړه لیک کې راغلي، چې د چهارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو د استازیو ترمنځ د پوځي- مالي همکارۍ او مالي مرستې د پلي کولو پروتوکول لاسلیک شو.
د سفارت د اعلامیې له مخې: ترکیه به پر ۱۳ میلیون ډالرو سربېره، ۱۴ میلیون ترکي لیره، چې دوه میلیون ډالر کیږي؛ د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست ته د ځواکونو د روزنې لپاره مرسته کوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې ترکیې له دې مخکې هم دغو سکتورونو ته په کال کې یو میلیون ډالر مرسته کړې؛ خو د نوي تړون پر بنسټ به دا رقم په راتلونکیو پېنځه کلونو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د کال ۳ میلیون ډالرو ته پورته شي.