تازه خبرونه
ترکیه په افغانستان کې د پوځي شتون لپاره د امریکا پوره ملاتړ غواړي
اسوشیټیډ پرس څرګنده کړې، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون دوشنبه د غبرګولي ۲۴ ویلي، چې ترکیه په کابل کې د هوایي ډګر د ساتنې او سمبالولو لپاره د امریکا مالي، سیاسي او لوژیستیکي مرستې ته اړتیا ولري.
اردوغان دغه راز یوې خبري غونډې ته ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان او هنګري دې د افغانستان په ثبات راوستلو کې خپلې هڅې نه سپموي.
د راپور له مخې، ترکیې وړاندیز کړی، چې د کابل هوایي ډګر د ساتنې مسوولیت ته اوږه ورکوي.
اردوغان په دې اړه ویلي: که دوی (امریکا) نه غواړي، چې مونږ له افغانستان څخه ووځو، که دوی هلته د ترکیې ملاتړ غواړي؛ نو د امریکا ډیپلوماټیکي، لوژیستیکي او مالي ملاتړ مونږ ته ډېر اړین دی.
دغه راز د امریکا ولسمشر جوبایډن په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د نړۍ مشران د اجماع لرونکي دي.
جو بایډن وایي: د افغانستان په اړه د نړۍ د مشرانو ترمنځ ځواکمنه اجماع شتون لري. زمونږ سرتېري به بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شي؛ خو مونږ هوکړه وکړه، چې د افغانستان له خلکو سره ډیپلوماټیک، اقتصادي او بشردوستانه مرستې او ژمنې روانې وساتو.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې ولسمشر تېره ورځ ویلي وه؛ ترکیه یوازنی باوري هېواد دی، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم رول ولوبولی شي.