سیمه ییز خبرونه
ترکیه ښايي له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره اسرائیلو ته ننوځي – اردوغان
په ۲۰۲۰ کال کې ترکیې د لیبیا د ملي وفاق حکومت پر ملاتړ، چې د ملګرو ملتونو لهخوا پر رسمیت پیژندل شوی؛ لیبیا ته پوځي پرسونل واستاوه.
د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ ترکیه ښایي اسرائیلو ته ننوځي لکه څنګه، چې په تېرو وختونو کې یې د لیبیا او غرني قره باغ په اړه پرېکړه کړي وه. که څه هم هغه دا ونه ویل، چې د کوم راز مداخلې وړاندیز کوي.
رویټرز راپور ورکړی: اردوغان، چې په غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو نیوکې کوي؛ د خپل هېواد د دفاعي صنعت د ستاینې تر څنګ یې د دې جګړې په اړه هم بحث پیل کړ.
نوموړي د خپل ګوند عدالت او پرمختګ غړیو ویلي: مونږ باید پیاوړي شوو، چې اسرائیل له فلسطینیانو سره له ملنډو ډک کارونه ونکړي. لکه څنګه، چې مونږ غرني قره باغ ته دننه شوو او لیبیا ته ننوتلو؛ مونږ به له هغو ( اسرئیلو) سره هم ورته کار وکړو.
اردوغان په دې ټلویزیوني وینا کې زیاته کړې: هیڅ دلیل نشته، چې ولې مونږ دا کار نشو کولی … مونږ باید پیاوړي واوسو، چې دا ګام پورته کړو.
د عدالت او پرمختګ ګوند استازو د رویټرز تیلیفونونو ته ځواب ونه وایه، چې د اردوغان د څرګندونو په اړه د نورو توضیحاتو غوښتنه کوي.
اسرائیلو دمګړۍ په دې اړه کومه تبصره نده کړې.
ولسمشر اردوغان د ترکیې پخوانیو کړنو ته نغوته او اشاره کوي.
په ۲۰۲۰ کال کې ترکیې د لیبیا د ملي وفاق حکومت پر ملاتړ، چې د ملګرو ملتونو لهخوا پر رسمیت پیژندل شوی؛ لیبیا ته پوځي پرسونل واستاوه.
د لیبیا لومړی وزیر عبدالحمید الدبیبه، چې په طرابلس کې د ملي یووالي حکومت مشري لري؛ د ترکیې ملاتړ کوي.
ترکیې په غرني قره باغ کې له آذربایجان څخه پوځي ملاتړ رد کړی؛ خو تېر کال یې ویلي وه، چې د خپل نږدې متحد د ملاتړ لپاره د پوځي روزنې او عصري کولو په ګډون ټولې لارې کاروي.
