نړۍ
ترکیه کولی شي د اړتیا په صورت کې ځان له اروپايي ټولنې بېله کړي – اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې پر ورځ د ترکیې په اړه د اروپايي پارلمان د راپور د منځپانګې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د اړتیا په صورت کې انقره کولی شي له اروپايي ټولنې څخه خپله لاره بېله کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د اروپايي پارلمان هغه راپور، چې د دې اوونۍ په پیل کې تصویب شو؛ ویلي، چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د یوځای کېدا بهیر، چې ۲۷ غړي لري په اوسنیو شرایطو کې د بیا پیلدا وړ نهدی.
په راپور کې له اروپايي ټولنې غوښتل شوي، چې له انقرې سره د خپلو اړیکو لپاره موازي او حقیقي چوکاټ په پام کې ونیسي.
ترکیه له تېرو ۲۴ کلونو راپدیخوا په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره رسمي نومانده ده؛ خو په وروستیو کلونو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د قانون حاکمیت ته د نه دروي له کبله یې د غړیتوب خبرې په ټپه ولاړې دي.
اردوغان امریکا ته له سفر مخکې خبریالانو ته وویل: اروپايي ټولنه له ترکیې څخه د جلا کېدو هڅه کوي. مونږ به د دې پرمختګونو پر وړاندې خپلې ارزونې وکړو او که اړتیا وي؛ مونږ کولی شو خپله لاره له اروپایي ټولنې بېله کړو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دې اوونۍ په پیل کې ویلي، چې د اروپا پارلمان راپور بې بنسټه تورونه او تعصب لري او له اروپایي ټولنې سره د دې هېواد د اړیکو په اړه کمزوری او د منلو وړ چلند لري.