تازه خبرونه
ترکیې افغانستان ته د ۷۰۰ ټنو بشري مرستې له لېږلو خبر ورکړ
د ترکیې ولسمشر افغانستان ته د ۷۰۰ ټنو خوراکي توکو، جامو او روغتیايي بېړنیو تجهیزاتو له بار شوي ریل ګاډي له استولو خبر ورکړ.
د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انقرې په بش تپه کمپلکس کې د کابینې له غونډه وروسته خلکو ته په خطاب کې وویل: مونږ چمتو یوو، چې ۷۰۰ ټنه خوراکي توکي، جامې او روغتیايي بیړني تجهیزات افغانستان ته ولېږدوو.
هغه زیاته کړې؛ دغه د اړتیا وړ توکي، چې د نادولتي موسسو او زمونږ وګړیو لخوا برابرېږي، د دولتي ریل ګاډي له لارې به افغانستان ته ولېږدول شي.
اردوغان د ترکیې او افغانستان اوږدمهاله تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې ترکیه نشي کولی د افغانستان ستونزې له پامه وغورزوي.
نوموړي څرګنده کړې: زمونږ په میليونونو افغان وروڼه د کورنيو جګړو، د بهرنيو مرستو د کمښت، وچکالۍ او د هوا د سختو شرايطو له کبله په ډېر سخت حالت کې دي. د افغانستان د ۱۳ میلیون ماشومانو په ګډون نږدې ۱۹ میلیون وګړي د خواړو له کمښت سره مخ دي. مونږ هوډ لرو، چې خپل دغه وروڼه یوازې نه پریږدو.