نړۍ

ترکیې او اسرائیلو د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۷, ۱۴۰۱)

د اسرائیلو لومړي وزیر یاییر لاپید څرګنده کړې، چې حکومت به یې له کلونو کړکېچ وروسته له ترکیې سره په بشپړه توګه دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په انقره کې د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې ترکیه به له اسرائیلو سره د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلولو سره سره د فلسطین د مسئلې له ملاتړه لاس واخلي.

له کلونو کړکېچ وروسته ترکیې او اسرائیلو رسماً د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل او د سفیرانو د تبادلې اعلان وکړ.

د اسرائیلو لومړي وزیر یاییر لاپید ویلي، چې یو ځل بیا یې پرېکړه کړې، چې د دواړو غاړیو ترمنځ د اړیکو کچه د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو کچې ته لوړه؛ سفیران او قونسلګرۍ بېرته راستانه کړي.

هغه له ترکیې سره د اړیکو بیا پیلول د سیمې د ثبات لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه او ښار میشتو ته مهم اقتصادي خبر وباله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په انقره کې ویلي، چې له اسرائیلو سره د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلولو سره سره به د فلسطینیانو له ملاتړه لاس وانخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي: مونږ پرېکړه وکړه، چې له اسرائیلو سره سفیران تبادله کړو او په ترکیه کې خپل سفیر وټاکو او نومونه به یې ډېر ژر اعلان شي. مونږ به د فلسطینیانو له ملاتړه هیڅکله لاس وانخلو. دا ډېره مهمه ده، چې د فلسطین مسلې په اړه خپل پیغامونه مستقیم د سفیر له لارې ورسوو.

د اسرائیلو او ترکي چارواکو تر منځ له یوې لسیزې ناکراریو وروسته په وروستیو میاشتو کې د اړیکو نوی دور پیل شوی دی.

په تېر مارچ کې ترکیې ته د اسرائیلو د ولسمشر اسحاق هرزوګ سفر، چې له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا د خپل ډول لومړی سفر دی؛ په دې برخه کې شمېرل کېږي، چې له هغې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د دیپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو او د اړیکو د بیا پیلولو لپاره د می په پای کې بیت المقدس ته سفر وکړ.

Trending

Exit mobile version