تازه خبرونه

ترکیې ته تلونکيو افغانانو ته په یوه ترافیکي پېښه کې مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

رویټرز د ترکي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې، چې افغان، پاکستاني او بنګله دیشي پناغوښتونکي په کې سپاره ول؛ ۱۲ کسان مړه شوي او او ۲۶ نور ټپیان دي.

سرچینو رویټرز ته تائید کړې، چې دا پېښه نن (یکشنبه د چنګاښ ۲۰) د ایران پولې ته څېرمه د ترکیې د وان ولایت په مرادیه کلي کې رامنځته شوې.

سرچینو زیاته کړې، چې د وژل شویو مسافرو هویت تردې دمه ناڅرګند دی.

د غه راز ویل کیږي، چې د دې مسافر وړونکي موټر خاوند نیول شوی دی.

د راپور پر بنسټ، ترکیه د افغان، پاکستانیو او بنګله دیشي پناغوښتونکیو لپاره اروپا ته د رسېدو یوازنۍ لار ده.

Trending

Exit mobile version