تازه خبرونه

ترکیې دوه افغان کډوال د پیسو مینځلو پر تور نیولي

Published

on

Last Updated on: تله ۲۶, ۱۳۹۹

د ترکیې د مالي جرمونو بورد موندنې ښیې؛ په ترکیه کې میشت افغان کډوال هغه مهال دوکه کیږي، چې غواړي په افغانستان کې خپلو کورنیو ته پیسې ولیږي.

د انګلستان دوار ورځپاڼې څرګنده کړې؛ هغه افغان مجرمین، چې د مخدره توکو په قاچاق او د ترهګرو ډلو په تمویل کې لاس لري په ترکیه کې میشت افغان کډوال غولوي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دوه افغان اتباع د پیسو مینځلو پر تور هم نیول شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې نیول شوي کسان د پیسو مینځلو لپاره د مخدره توکو د پیسو او نورو ترهګریزو هڅو پر لیږدولو تورن دي.

ترکیه د سوریې او افغانستان د میلیونونو کډوالو کوربتوب کوي، چې افغانان په کې دوه یم لوی ګروپ دی.

دوی د خپلو پیسو لیږد د بل چا له لارې ترسره کوي؛ ځکه همدا د پیسو لیږدولو غیر رسمي لار ده. په دې هېواد کې کډوال نشي کولی د ځان لپاره بانکي حساب پرانیزي.

د ترکیې مالي جرمونو بورد موندلې، چې دا سیستم د مخدره توکو قاچاق، د پیسو مینځلو او ترهګریزو عملیاتو لپاره کارول کیږي.

دې ادارې په یو ترکي بانک کې د افغان اتباعو بانکي حسابونه چک کړي او د مخدره توکو له لیږد سره یې اړیکې موندلي او په کې د دوه افغان اتباعو بانکي حسابونه بند شوي دي.

Trending

Exit mobile version