نړۍ
ترکیې د امریکا، آلمان او فرانسې په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته د وتلو امر وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون (شنبه د لړم لومړۍ) ویلي؛ د هغو ۱۰ هېوادونو د سفیرانو د ایستلو امر شوی، چې د مدني هڅاند عثمان کاوالا د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا، فرانسې او جرمني په ګډون د لس هېوادونو سفیرانو د دوشنبې پر شپه په یوه ګډه غوښتنه کې د ترکیې د حکومت د مخالف عثمان کاوالا د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي: ما خپل بهرنیو چارو وزیر ته سپارښتنه کړې، چې د دې لس هېوادونو سفیران ژر تر ژره نه نامنلي عناصر اعلام کړي.
نوموړي زیاته کړې: دا سفیران باید ترکیه وپېژني او درک یې کړي. هغه بهرني سفیران، چې د دې هېواد په اړه نه پوهیږي؛ باید له ترکیې ووځي.
عثمان کاوالا د ترکیې مخالف مدني سوداګر دی، چې پرته له قضایي حکمه څلور کاله په زندان کې ساتل شوی دی.
په ترکیه کې د امریکا، فرانسې، جرمني، کاناډا، فنلینډ، ډنمارک، هالنډ، نیوزیلینډ، ناروې او سویډن سفیرانو اوړمه ورځ د عثمان کاوالا د قضیې د ګړندي او عادلانه حل غوښتنه کړې وه.
رجب طیب اردوغان د پنجشنبې پر ورځ (د تلې ۲۹) ګواښ وکړ؛ هغو سفیرانو، چې دغه اعلامیه لاسلیک کړې؛ له ترکیې به وشړل شي؛ خو په همغه ورځ په دې اړه کومه عملي هڅه ونه لیدل شوه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ د لس هېوادونو سفیران احضار کړل او د دوی وینا یې د نه منلو وړ وګڼله.
د یادونې ده، چې اړوند هېوادونو تر دې دمه په دې اړه له ورته کړنې دده کړې ده.