سیمه ییز خبرونه

ترکیې د سوریې پر اډه د برید په اړه د اسرائیلو«بې بنسټه» ادعاوې رد کړې

اسرائیلو د سې‌شنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي له‌خوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.

Published

on

ترکیې د چارشنبې پر ورځ هغه څه رد کړل، چې اسرائیلو په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور په اړه «بې بنسټه ادعاوې» بللې دي. دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې اسرائیلو د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې پر یوې هوايي اډې برید وکړ او بیا یې ادعا وکړه، چې سوریه چمتو ده، چې ترکي ځواکونو ته په دغه هېواد کې د ځای پر ځای کېدا اجازه ورکړي.

اسرائیلو د سې‌شنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي له‌خوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر سې‌شنبې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ سوریه په دې درشل کې ده، چې له اسرائیلو سره د امنیتي چارو په اړه منل شوی«اوسنی وضعیت» د ترکي ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره مات کړي.

د اعلامیې له مخې، په هوايي اډه کې د ترکي ځواکونو ځای پر ځای کېدل به د اسرائیلو امنیت ته ګواښ وي او اسرائیل به یې ونه‌زغمي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په غبرګون کې ویلي، د نتنیاهو د دفتر څرګندونې د اسرائیلو د ټاکنو په درشل کې د نوموړي د « پراختیا غوښتونکو او بې‌ثباته کوونکو سیاستونو» د تعقیب له هوډ څخه سرچینه اخلي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې، په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې هغه مهال رامنځته کېدی شي، چې اسرائیل نړیوال قانون ته درناوی وکړي او له خپلو« یرغلیزو او زورواکو سیاستونو» لاس واخلي.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د ایکس پاڼې په خبرپانه کې ویلي:« د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر له‌خوا وړاندې شوي بې‌بنسټه ادعاوې د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د اسرائیلو د ناقانونه هوايي بریدونو د مشروع ښودلو لپاره دي.»

په اعلامیه کې د ترکي ځواکونو د احتمالي ځای پر ځای کېدا مستقیمه یادونه نه‌ده شوې.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي:« ترکیه به په سوریه کې د سولې، ثبات او سوکالۍ د ټینګښت لپاره د سوریې له حکومت سره پر مشروع بنسټ خپلې همکارۍ روانې ساتي او هیڅکله به د سوریې بې‌ثباته کېدا ته اجازه ورنه‌کړي.»

دا بریدونه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د سوریې په اړه د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړې هم سختې شوي دي. د دواړو هېوادونو ځواکونه په سوریه کې فعال دي.

ترکیه، چې د ناټو دوه‌یم لوی پوځ لري او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع له مهمو متحدانو څخه بلل کېږي؛ اسرائیل د سوریې د بې‌ثباته کولو او د دغه هېواد د نوي حکومت د کمزوري کولو پر هڅه تورنوي. انقرې پر ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي او د سوریې ځمکني بشپړتیا ته د درناوي لپاره یې اړ کړي.

ترکیې د سوریې د پوځ په روزنه کې مرسته کړې، د دولتي بنسټونو او بېخبناوو په بیا رغونه کې یې ملاتړ کړی او پوځي او ډیپلوماټیکې مرستې یې هم ورسره کړې دي.

تېر کال ترکیې او اسرائیلو، چې د غزې د جګړې پر سر هم سخت اختلافات لري؛ د سوریې په دننه کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره د اړیکو یوه کرښه جوړه کړه.

د سوریې او عراق لپاره د امریکا ځانګړي ولسمشریز استازي ټام بارک د سې‌شنبې له بریدونو وروسته رویټرز ته وویل؛ واشنګټن هڅه کوي، چې د اسرائیلو، ترکیې او سوریې ترمنځ د پوځي شخړو د مخنیوي یو میکانیزم رامنځته کړي. هغه زیاته کړې، چې امریکا د دغو لوریو ترمنځ د معلوماتو شریکولو او خبرو اترو یو میکانیزم آسانه کوي.

Trending

Exit mobile version