نړۍ

ترکیې د عراق او سوریې په شمال کې د ۱۲ سرتېرو له وژل کېدو وروسته هوايي بریدونه وکړل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۲)

د ترکیې دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۳ ) څرګنده کړې، چې د دې هېواد د ۱۲ سرتېرو له وژل کیدو وروسته د ترکیې هوايي ځواکونو له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د عراق او سوریې په شمال کې هوايي بریدونه کړي او د کردستان د ناقانونه کارګر ګوند (PKK  ) ۲۹ هدفونه ویجاړ شوي دي.

دغه عملیات د عراق او سوریې په شمال کې د شپې پر لس بجو ترسره شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په نښه شويو ۲۹ هدفونو کې د PKK وسله‌والو اډې، پټنځایونه او د تېلو تاسیسات شامل دي، چې ګومان کیږي د یادو وسلوالو له‌خوا کارېدل.

رویټرز نه‌دي ویلي، چې د عراق او سوریې په کومو سیمو کې هوایي بریدونه شوي دي.

له دې مخکې د شنبې پر ورځ د ترکیې دفاع وزارت ویلي وه، چې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د عراق په شمال کې د PKK له وسله‌والو سره په نښتو کې ۱۲ ترکي پوځیان وژل شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ پوځ د PKK پر هدفونو عملیات ترسره کړل، چې د شنبې د ورځې په نښتو کې لږ تر لږه ۱۶ اورپکي خنثی شول.

ترکیه د ” خنثی” اصطلاح د وژل کیدو په معنی کاروي.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ اووه وسله‌وال وژل شوي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ PKK د ترکیې، امریکا او اروپایي ټولنې له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده. دې ګوند  په ۱۹۸۴ ز. کال کې د ترکیې د دولت پر وړاندې وسله پورته کړې، چې ترکیه یې پر ضد تل هوايي بریدونه کوي.

Trending

Exit mobile version