تازه خبرونه
ترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
هند ویلي؛ هغه تښتېدلی قاچاقبر، چې له افغانستان څخه هند ته د هیروین او متآمفټامین پر لېږد تورن دی، د ترکیې لهخوا له دغه هېواد څخه ایستل شوی او هند ته وسپارل شو.
د هند کورنیو چارو وزیر امیټ شاه د شنبې پر ورځ ویلي: ناوپریټ سینګهـ، چې په «ناو» مشهور دی؛ د هندي ادارو لهخوا له پېژندنې او څارنې وروسته له ترکیې وایستل شو او هند ته بېرته ولېږدول شو.
شاه ویلي، سینګ «ناواب ویرک» پر جعلي هویت د ترکیې تابعیت ترلاسه کړی و او له افغانستان څخه یې هند ته هیروین او متآمفټامین لېږدول.
دغه ۳۴ کلن کس، چې د هند د پنجاب اوسېدونکی دی؛ د نشهيي توکو له څو قضیو سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و او له دوه کلونو ډېر وخت تښتېدلی و.
هندي چارواکي ادعا کوي، چې نوموړي د نشهيي توکو د قاچاق د یوې نړیوالې شبکې مشري کوله او په هند کې د دغې شبکې چارې یې د تره زوی پرابډیپ سینګهـ سمبالولې.
پرابډیپ سینګهـ، چې «هري» یادیږي؛ په می کې له آذربایجان څخه هند ته بېرته ولېږدول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ز.کال کې د ۳۵۸ کیلوګرامه هیروین د موندل کېدا له یوې قضیې سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و.
د دې قضیې په اړه باخبره سرچینو ویلي، هند په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ز.کلونو کې له ترکي چارواکو څخه د ناوپریټ سینګهـ د سپارلو غوښتنه کړې وه.
امیټ شاه له ترکیې څخه د سینګهـ ایستل« تاریخي لاسته راوړنه» بللې او ویلي یې دي، چې د هند حکومت د نشهيي توکو د قاچاق د شبکو د له منځه وړلو لپاره ژمن دی.