کوید۱۹
ترکیې ۶ هېوادونو ته الوتنې وځنډولې
ترکیې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره شپږ هېوادونو ته الوتکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه د چنګاښ ۷ ویلي، چې له بنګله دېش، برازیل، سویلي آفریقا، هندوستان، نیپال او سریلانکا سره یې د مسافرینو پر هوایي تګ راتګ بندیز لګولی دی.
د راپورونو له مخې؛ هغه کسان، چې ترکیې ته له یادو هېوادونو وردننه کیږي؛ باید له رارسیدو څخه ۷۲ ګړۍ مخکې یې د پي سي آر کتنه ولري او ۱۴ ورځې په ترکیه کې قرنطین شي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ د افغانستان او پاکستان اتباع یا هغه څوک، چې هلته ژوند کوي او ترکیې ته رادننه کېدل غواړي باید په دغه هېواد کې لس ورځې قرنطین شي.
ترکي چارواکو ویلي؛ هغه کسان، چې ترکیې ته له انګلستان، ایران، مصر او سینګاپور څخه راځي باید له سفر څخه ۷۲ ګړۍ مخکې یې د پي سي ق منفي کتنه کړې وي.
