تازه خبرونه

ترکیې په راتلونکې کې د سولې له درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ترکیې په راتلونکې کې د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې له درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې ترکیه به د روان کال د مارچ له ۳۱ وروسته د یوې درې اړخیزې ناستې کوبتوب وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خبریالانو ته ویلي؛ افغانان له لسیزو راپدیخوا کړیږي. اوس باید نړیوال مرسته وکړي، چې په دې هېواد کې روانه جګړه ودریږي. پاکستان تل د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو په آسانه کولو کې هڅه کړې ده. زه هیله من یم، چې د ترکیې، افغانستان او پاکستان راروانه درې اړخیزه ناسته به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

عمران خان دا هم ویلي، چې سوله په سیمه کې یوه اړتیا ده او هیله من دی، چې دغه ناسته په افغانستان کې د سولې لپاره ګټوره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په تېرو څو میاشتو کې درې ځلې د طالبانو له استازیو سره پر سوله غږیدلی او ټاکل شوې، چې ډېر ژر د نوموړي او طالبانو تر منځ د سعودي عربستان په پلازمېنه جده کې د دغو خبرو څلورم پړاو پیل شي.

Trending

Exit mobile version