تازه خبرونه

ترکیې د افغانانو په مشرۍ له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ترکیې استازي ویلي، چې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د کړکیچ د حل کولو له هڅو ملاتړ کوي.

د ترکیې په نوښت  او کوربتوب د آسیا زړه هېوادونو راتلونکې غونډه په دسمبر کې  جوړیږي.

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د آسیا زړه کنفرانس د غړيو هېوادونو استازي د چمتوالي په غونډه کې راټول شول او په افغانستان کې د ترکیې سفیر د خپلو خبرو پر مهال څرګنده کړه، چې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د کړکیچ له حل او د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

په کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع هم مهمه ګڼي.

په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان آرطغرل وایي، چې: د افغانستان د ستونزې د اوارۍ او سولې د ټينګښت لپاره سیمه ییزه همکاري او اجماع ډېره مهمه ده. د آسیا زړه هېوادونو کنفرانس په دغه برخه کې مناسب چاپېریال برابر کړی دی. د اختر په ورځو کې له شوي اوربند څخه هرکلی کوو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو سره همکارۍ ته چمتو یو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان د سولې لپاره د آسیا زړه هېوادونو کنفرانس د سیمه ییزې اجماع لپاره ګټور تمام شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله عادله راز وایي، چې د استانبول بهیر په سیمه ییزه توګه د دیپلوماسۍ او همکاریو د جلبولو مهمه لار ده. دغه بهیر غواړي، چې ترکیه د سیمې، سویلي آسیا او مرکزي آسیا ترمنځ د اړیکو د یوه غښتلي پله بڼه غوره کړي.

د استانبول یا د آسیا زړه هېوادونو لومړی کنفرانس په دوه زره یوولسم میلادي کال کې جوړ شوی و. په دې کنفرانس کې پېنځلس هېوادونه د غړیو او اووه لس نور د ملاتړیو په توګه برخه اخلي او د افغانستان د ستونزو د اوارولو لپاره لارې چارې مومي.  

Trending

Exit mobile version