سیمه ییز خبرونه
تر اوسه حكومت د ننګرهار د برېښنا ستونزه نه ده حل كړې
د افغانستان په ختيځ كې د برېښنا كموالي او يا هم نه شتون د توليد كوونكو اندېښنې را پارولي دي. د ختيځ زون ځينې صنعت كاران وايي، تر اوسه حكومت د ننګرهار د برېښنا ستونزه نه ده حل كړې څو د كورنيو توليداتو بهير وده وكړي.
د ننګرهار يو شمېر صنعت كارانو، چې خپل توليدات د دې ولايت په لومړني صنعتي نندارتون كې نندارې ته وړاندې كړي و، د خپلو توليداتو پر وړاندې د ځينو ستونزو د شتون يادونه كوي.
د امنيت نه شتون، له ګمركي ټكټانو څخه نه ملاتړ، د ګاونډيو په ځانګړې توګه پاكستان ناسالم رقابت هغه ننګونې دي، چې دوی يي اندېښمن كړي دي.
د سوداګرۍ وزارت مرستيال مزمل شينوارى او له پانګونو څخه د ملاتړ د ادارې رئيس وفي الله افتخار وايي، لكه چې لازمه ده، دولت د كورنيو توليداتو ملاتړ نه دى كړى، خو د دغو ننګونو د حل لپاره هڅې دوام لري.
كه څه هم د برېښنا كموالى او يا هم نه شتون د ننګرهار د توليداتو پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده، خو دې سره سره په دې ولايت كې كوچنيو او منځنيو صنايعو ښه وده كړې ده.