تازه خبرونه
تر اوسه هم د یو دیرش تښتول شويو افغان وگړيو څرک ندی معلوم
که څه هم دفاع وزارت په زابل کې د ۳۱ تښتول شویو افغانانو د لټون پر عملیاتو څه نه وایي؛ خو ټینگار کوي، چې د تښتوونکیو په وړاندې یې عملیات روان دي.
د ملي دفاعوزارت د ویاند مرستیال دولت وزیری وایي:
افغان پوځیان ډاډ څرگندوي؛ تر هغې مو ، چې تښتول شوي افغانان موندلي نه وي، افغان پوځیان به راستانه نه شي او عملیات به روان وي.
افغان امنیتي پوځیانو، چې د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې یي ذوالفقار نومِ عملیات پیل کړي وایي:
د دې ولسوالۍ یو شمير سیمې یې د مخالفینو له شتونه پاک کړي؛ خو طالبانو په ټولو هغو سیمو کې، چې ترهگرو ځای نیولی ماینونه ښخ کړي.
دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ خپل پوځي عملیات د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره پیل کړي؛ خو په دې اړه جزییات نه ور کوي او وایي تښتونکي له ډېرو تلفاتو سره مخ دي.
دغه ۳۱ دېرش تنه ۱۱ ورځې وړاندې د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له دوه موترو کښته کړای شوي او پلټنه یې روانه ده.
خبریال: بشیر فیضان