سیمه ییز خبرونه
تر اوسه پرېكړه نه ده شوې، چې ملا برادر به چاته سپارل كېږي
د پاكستان لومړى وزير نواز شريف وايي، حكومت يي تر اوسه پرېكړه نه ده كړې، چې ملا برادر به له زندان څخه تر خوشې كولو وروسته كوم هېواد ته سپاري. نواز شريف په تركيه كې د خبرو پر مهال ويلي، پاكستان ته به تر بېرته ستنېدو وروسته د ملا برادر د خوشې كولو په باب پرېكړه وكړي.
كابل په بيا بيا له پاكستان څخه غوښتي، چې د دې هېواد له زندانونو څخه طالب مشران خوشې كړي.
افغان حكومت وايي، د دې طالب مشرانو خوشې كول به د سولې له پروسې سره مرسته وكړي.
بلخوا د پاكستان لومړي وزير نواز شريف له خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان سره په ګډ خبري كنفرانس كې وويل، هېواد ته به تر بېرته ستنېدو وروسته د طالبانو د جګپوړي مشر ملا برادر د خوشې كولو په باب پرېكړه كوي.
نواز شریف همدارنګه ووېل، مونږ پاكستان ته د ښاغلي كرزي د وروستي سفر پر مهال له هغه سره د ملا برادر په اړه هم خبرې وكړې او د ملا برادر د خوشې كولو پر سر مو هوكړه وكړه. د هغه د خوشې كولو پر څرنګوالي كار روان دى او زه به د سپتمبر په نولسمه پاكستان ته ستون شم او هيله لرم، چې د هغه د خوشې كولو پر څرنګوالي پرېكړه وكړو.
د پاكستان لومړى وزير وايي، پرېكړه نه ده شوې، چې ملا برادر چاته وسپارل شي. مونږ همدا راز په دې برخه كې له وروستۍ پرېكړې مخكې، وروستي تحولات او واقعیتونه څېړو.
مخكې له دې د پاكستان د لومړي وزير سلاكار ويلي و، ملا برادر به افغان دولت ته ونه سپارل شي، خو تركي رسنۍ وايي، ممكن ملا برادر تركيې يا سعودي عربستان ته وسپارل شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم ويلي، د دې پر ځاى، چې ملا برادر پاكستان كې پاتې شي، ښه به وي چې درېيم هېواد ته وسپارل شي.
د ملا برادر په خوشې كېدو سره به د افغانستان د سولې پروسه پر كوم لور ولاړه شي، دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به يي ځواب كړي.