سوداگري
تر درېيو مياشتو به افغانستان په رسمي توګه د نړيوال سوداګريز سازمان غړى شي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له اروپايي ټولنې سره يو هوكړه ليك لاسليك كړى، چې له مخې يي په نړيوال سوداګريز سازمان كې د افغانستان د غړيتوب كار آسانه كېږي. د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وايي، په نړيوال سوداګريز سازمان كې د افغانستان د غړيتوب لپاره دا مهم ګام دى.
دا هوكړه ليك د دوشنبې په ورځ ( د سلواغې په ۲۱ ) د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د مرستيال او د اروپايي ټولنې د سوداګريز كميشنر تر منځ لاسليك شوى دى.
افغانستان له ۲۰۱۱ كال را په ديخوا په رسمي توګه په نړيوال سوداګريز سازمان كې د غړيتوب لپاره خبرې پيل كړي دي، او تر اوسه يي له پنځو هېوادونو او همدا راز د دوشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې سره هوكړه ليكونه لاسليك كړي دي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي:
له اروپايي ټولنې سره د دې هوكړه ليك د لاسليك له لارې افغانستان په نړيوال سوداګريز سازمان كې د غړيتوب لپاره مهم ګام پورته كړ.
په همدې حال كې اروپايي ټولنې هيله وښوده، چې په نړيوال سوداګريز سازمان كې به د غړي په توګه د افغانستان منل كېدل د دې هېواد په اقتصادي پراختيا كې د پام وړ رول ولري.
د اروپايي ټولنې د اعلاميې متن:
كه افغانستان د نړيوال سوداګريز سازمان غړى شي، دا به د دې هېواد بيا رغاونې او اقتصادي پراختيا كې مهم رول ولوبوي. او دا اقدام به د افغانستان په دوامداره اقتصادي ثبات کې مهم رول ولري.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت همدا راز ټينګار كوي، چې نړيوال سوداګريز سازمان كې د غړيتوب لپاره۲۱ تګلارې چمتو شوي او هيله ده، چې تر درېيو مياشتو به افغانستان په رسمي توګه د دې سازمان غړيتوب تر لاسه كړي.
كه افغانستان د نړيوال سوداګريز سازمان غړى شي، له تاجكستان وروسته به دويم هېواد وي، چې د سيمې په كچه دې سازمان كې غړيتوب لري.