تازه خبرونه

تر دیارلس نورو ورځو د استانبول ناسته جوړیږي

Published

on

ځینو باوري سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ په ترکیه کې د افغان سولې بهیر په اړه د استانبول ناسته د وري پر ۲۷ / د اپریل پر ۱۶ جوړیږي، چې لس ورځې به روانه وي.

له دې سره همهاله د افغان سولې امریکايي استازی زلمی خلیلزاد، د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازي له افغان چارواکو او سیاستوالو سره د سولې خبرو لپاره کابل ته راغلي.

سرچینې وايي چې زلمی خلیلزا غواړي د استانبول غونډې په اړه د افغان دولت پر دریځ ځان پوه کړي.

سرچینې وايي، چې افغانستان مشران به د استانبول غونډې په اړه زلمي خلیلزاد ته وروستی دریځ روښانه کړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ويلي، چې له ترکانو سره اړیکې لرو. د خبرو دلې مو هم له هغو سره خبرې کوي . هغوی هم غواړي، چې یو بریالۍ ناسته تر سره کړي.

تاکل شوې، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سبا ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د انتقالي حکومت پر طرحې د افغان سیاستوالو اندونه د ملي پخلاینې عالی شورا ته وسپاري.   

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب نن د یوې امنیتي خبري ناستې پر مهال  ویلي؛ حکومت له وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دی او ولسمشر غني به په دې ټاکنو کې نوماند نه وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له سیاستوالو او خپلو پلویانو سره په سلا مشورو بوخت دی، چې د سولې لپار واحد دریځ رامنځته کړي.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شوری غړی عبدالستار مراد وایي: د افغانستان حکومت هم امریکایانو او هم د استانبول ناستې ته همغږې طرحه جوړه کړي او ټاکل شوې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا له سترګو یې هم تېره کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مرستیال له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې دا ټولنه په افغانستان کې د واک د بیړني بدلون ملاتړ نکوي؛ خو په وینا يي یوه خوا هم په یوازې ځان افغانستان ثبات ته رسولی نشي.

ځينې سیاستوال نیوکه کوي، چې دولت د سولې لپاره واحده اجندا و یو موټی دریځ نلري.

د حرکت انقلاب اسلامي مشر عبدالحکیم منیب ویلي؛ د استانبول ناسته د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده؛ په دې شرط، چې خلیلزاد د خپلو ځانګړيو ناستو پر ځای له ټولو سره وویني.

طالبانو د دوحې د هوکړې پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او په دې اړه یې پلي کول غواړي؛ خو امریکایانو پرې تر دې دمه خپله بیاکتنه پای ته نده رسولې.  

د حزب انقلاب افغانستان مشر مولوی قلم الدین ویلي؛ طالبان او امریکایان د دوحې پر هوکړه خبرې کوي او شونې ده، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه دا خبرې بې پایلې نشي.

د استانبول غونډه ملګري ملتونه رهبري کوي؛ د اسلامي هېوادونو کنفرانس، ناټو او اروپايي ټولنه یې څارنه کوي.

Trending

Exit mobile version