تازه خبرونه

تر دې ورځې، ۹۳۳ طالب بندیان آزاد شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان ملي امنیت شورا څرګنده کړې، چې په تېرو دوه ورځو کې ۸۳ طالب بندیان خوشې شوي چې له دې سره، تر دې دمه ۹۳۳ طالبان له زندانه خوشې شوي دي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د خوشې شويو طالب بندیانو شمېر تر دې دمه ۹۳۳ کسانو ته رسیدلی، چې ۳۱ طالب بندیان تېره ورځ او ۵۲ نور یې وړمه ورځ د څرخي پله له زندانه خوشې شوي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ د سولې بهیر د هڅو او له کرونا وایروس سره د پوره مبارزې لپاره د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ د هغو روغتیایي وضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په کتو سره روانه ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین څرګنده کړې، چې د دغه دفتر مرستیال او مشر ملا برادرآخند او ورسره پلاوي یې د امریکا د استازي ډاکټر خلیلزاد او له هغه سره مل پلاوي پداسې حال کې وکتل، چې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي ډاکټر مطلق القحطاني هم حضور درلود.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د بندیانو پر چټک خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه بشپړې خبرې وشوې.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې، چې زلمي خلیلزاد دمګړۍ قطر، هند او پاکستان ته سفر پیل کړی دی.

نوموړی به په دې سفر کې له هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه د دغه هېواد پر رول، له پاکستانيو چارواکو سره پر افغان سولې او له طالبانو او قطري چارواکو سره د سولې هوکړې پر پلي کیدو خبرې وکړي.

له دې مخکې طالبانو ویلي وه، د زندانونو بندیان باید له کرونا ویروسه خوندي شي او دغه راز یې د طالب بندیانو خلاصون د خپلمنځي خبرو لپاره اړین شرط ګڼلی دی.  

Trending

Exit mobile version