سیمه ییز خبرونه

تر راتلونكو دوو اوونيو پورې به د رايو ټول مركزونه له امنيتي پلوه خوندي شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کورنیو چارو وزارت مسئولين وايي، چې تر راتلونكو دوو اوونيو پورې به د رايو ټول مركزونه له امنيتي پلوه خوندي كړي. رپوټونه وايي، چې لاهم ۳۶۶ ټاكنيزو مركزونه د وسله والو مخالفينو تر سخت ګوا ښ لاندې دي.

د را روانو ولسمشريزو ټاكنو د امنيت خوندي كولو لپاره د افغان امنيتي ارګانونو هڅې زياتې شوې دي.

د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

په تېرو لسو ورځو كې يې نږدې شپېته عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې د ۲۴ ټاكنيز مركزونو امنيت خوندي كړی دی.

صدیقي همدارراز زیاتوي، چې زياتره دغه مركزونه په سرپل ولايت كې امن شوي دي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون غړی سریر احمد برمک د ټاكنيزو مركزونو د امنيت خوندي كولو هركلى كوي، خو زياتوي، چې اوس امكان نشته، چې لرې پرتو سيمو كې ټاكنيزو مركزونو ته ټاكنيز توكي ولېږدويٰ.

ټاكل شوې، چې د وري په شپاړسمه په افغانستان كې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاكنې تر سره شي، خو امنيتي ګواښونه له لاهم د اندېښنې په توګه مطرح دي.

Trending

Exit mobile version