سوداگري

تر راتلونكو پنځو كلونو پورې به د مسو د استخراج چارې پېل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كانو وزير د سې شنبې په ورځ د كابل ولايت په خاك جبار سيمه كې د شمال عينك له كان څخه ليدنه وكړه.

دا غرييزه سيمه د كابل د خاك جبار ولسوالۍ پورې اړونده ده، چې د لوگر د عينك د مسو د ستر كان په شمال كې پرته ده، د سپوږمكۍ له لارې د دې سيمې د نخشې (نقشې) اخيستو كار په تېرو كلونو كې پاى ته رسېدلى دى.

د كانونو وزير وحيدالله شهراني وايي:

له دوو مياشتو را په دېخوا دغلته د برمې كار پېل شوى او د مسو د ذخيرو د تثبيت لپاره يولس سيمې په بېلابېلو كيندونو سره غوچې شوې دي، او تر يوې اوونۍ به پاى ته ورسېږي.

نوموړى زياتوي، چې له هغه مهاله تر اوسه له زرو ډېرې بېلگې تر لاسه شوي او شاوخوا ۶۰۰ بيلگې يې د تجزيې په هدف د قرغزستان د بشكيك ښار ستر لابراتوار ته لېږدول شوې دي.

۱۶ كيلومتره مربع ځمكه په دې سيمه كې دا مهال تر څېړنيزې برمه كارې لاندې ده.

د دې پروژې لومړنى لگښت له ۶ تر لس ميليون ډالرو اټكل شوى، چې د امريكا  له خوا وركول كېږي.

له شلو كلونو وروسته افغانستان يو ځل بيا په دې وتوانېد، چې د ځمكې لاندې شتمنيو د معلومولو لپاره برمه كاري وكړي.

د كانو وزير همدارنگه وايې، تر ۲۰۱۶ كال پورې به د كانونو له اړخه د دولت كلني عوايد يو ميليون او ۵۰۰ زره ډالرو ته لوړ شي او تر ۲۰۲۴ كال پورې به دا پېسې په كال كې څلور ميليارد ډالرو ته لوړې شي.

جاپان، چين، سويلي كوريا، برازيل، تايلند، تايوان او هندوسنان هغه هېوادونه دي، چې په بېلابېلو صنايعو كې مس كاروي.

د مسو رايستلو ته پاملرنه به له دې هېوادونو سره د افغانستان سوداگريزې اړيكې هم غښتلې كړي.

Trending

Exit mobile version