سیمه ییز خبرونه
تر راتلونكو څو ورځو به د ولسمشرۍ د نوماندانو ابتدايي نوملړ اعلام شي
د ټاكنو خپلواك كميسيون د نوماندانو د لومړني لسټ له اعلام سره هم مهاله د ولسمشرۍ د نوماندانو د شمېر د احتمالي كموالي خبر وركوي. دا په داسې حال كې ده، چې تر راتلونكو شپږو ورځو به د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو د نوماندانو ابتدايي نوملړ اعلام شي.
د ټاكنو د قانون له مخې، د ټاكنيزو مبارزو د پيل لپاره نېټه مشخصه شوې ده.
د سلواغې له ۱۳مې څخه د راتلونكي كال د وري تر ۱۳مې نېټې يعنې د دوو مياشتو لپاره بايد د ولسمشرۍ نوماندان او د كب له ۱۳مې بيا د راتلونكي كال د وري تر ۱۳مې نېټې بايد د ولايتي شوراګانو نوماندان خپل ټاكنيز كمپاينونه پېل كړي.
خو د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور سر له اوسه د هېواد په پلازمينه او يو شمېر ولايتونو كې د ټاكنيزو كمپيانونو پېلېدو ته په اشارې خبردارى وركوي، چې له سرغړوونكو نوماندانو سره به قانوني چلند وشي.
له بلې خوا، د ولسمشرۍ نوماندانو لخوا د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د وړاندې شويو اسنادو لومړنۍ څېړنې ښيي، چې له ۲۷ نوماندانو څخه يو يې له دې نوملړ څخه لرې شوى دى.
نور محمد نور همدارنګه وايي، د تلې تر اووه ويشتمې نېټې، چې دغه لست نهايي كېږي، ښايي د نوماندانو لخوا په وړاندې شويو اسنادو كې د ستونزو له امله د دوى په شمېر كې د پام وړ كموالى راشي.
په همدې حال كې داسې ګونګوسې موجودې دي، چې ښايي د ټاكنو ورځې تر رارسېدو يو شمېر نوماندان له نورو هغو څخه د امتيازونو په ترلاسه كولو سره ميدان خوشې كړي.
هاخوا، يو پنځلس كسيز كميسيون، چې ډېر غړي د شخړو د حل كميسيون غړيتوب هم لري، تشكيل شوى ترڅو له نوماندانو سره د خبرو له لارې د ولسمشرۍ ټاكنو د نوماندانو په نوملړ كې كموالى راولي.